اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان كائره شهيد كشميري ځوان برهان مظفر واني په كاليزه شهيد ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان كائره ووئيل برهان مظفر واني شهيد په مقبوضه كشمير كښې د هندي بربريت په ضد د مزاحمت يو ځانګړې علامت دې ، برهان واني د مقبوضه كشمير لوستي ځوان نسل كښې د هلو ځلو يو نوې شناخت پيدا كړې ، كوم چې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره لوظي دي۔ قمر زمان كائره ووئيل قابض هندي عسكر د كشميريانو په خاص توګه قتل عام كوي ، مقبوضه وادي كښې هره ورځ كشميري ځوانان د سرچ آپريشنز په نامه شهيدان كړې كېږي ، هند 40 لكهه غير رياستي كسانو له په مقبوضه كشمير كښې شهريت وركړې دې،هند د مقبوضه كشمير ډيمو ګرافي بدلولو سره مسلمان اكثريت په اقليت كښې بدلول غواړي، غيور او بهادر كشميريان به د هند دا ډول ظلم چري هم كامياب نه كړي، پاكستان د نړۍ په هر يو فورمز د كشميريانو حمايت روان ساتلې دې۔ قمر زمان كائره ووئيل بلاول بھټو زرداري د كشمير مسئله د نړۍ په هر يو فورمز په ښه ډول وړاندې كوي۔
د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان كائره د برهان مظفر واني په كاليزه هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړي
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن