اسلام آباد 23 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د سعودي په درې ورځنې دوره لاړو. خارجه وزير شاه محمود قريشي، د توان وزير حماد اظهر او د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم هم وزيراعظم سره دي. د دورې په مهال به وزيراعظم عمران خان د مېنځني ختيځ ګرين اقدام د مشرانو د پرانستې په غونډه كښې ګډون كوي او د ماحولياتي بدلون په وجه پرمختګ كوونكو هېوادونو ته په ورپېښو ستونزو به نظر وړاندې كوي. وزيراعظم به د ماحولياتي چېلنجونو مخ نيوي لپاره د فطري حل په اړه د پاكستان په تجربو هم رڼا اچوي. د مشرانو دا غونډه د ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان بن عبدالعزيز اقدام دے. د مېنځني ختيځ په اړه دا ډول دا وړومبې غونډه ده. وزيراعظم عمران خان به د سعودي مشرتابه سره دوه اړخيزه خبرې هم كوي چې پكښې به په سعودي كښې د پاكستانيانو فلاح، پاكستاني خواري كښو لپاره د نورو موقعو پېدا كولو او د معاشي او تجارتي اړيكو پرمختګ ته پام كولې شي. په دې موقع به په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې كولې شي. وزيراعظم عمران خان به د دورې په مهال په پاكستان كښې د سرمايه كارې ودې په اړه په دستوره كښې ګډون هم كوي. په سعودي كښې پاكستانې ټولنې سره تعلق لرونكو نامتو سرمايه كارو او كاروباري شخصياتو سره به هم وزيراعظم خبرې كوي. پاكستان او سعودي د د شريكې عقيدې او ورورولې تاريخي اړيكې لري. په سعودي كښې د 20 لكو نه زيات پاكستانيان مېشته دي كوم چې د دواړو هېوادونو په پرمختګ او خوشحالې كښې مهم كردار ترسره كوي. د دواړو هېوادونو اړيكې د جمو او كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ډلې پشمول د پرله پسې لوړې پاې روابطو، په بېلا بېلو څانګو كښې د نزدې مرستې او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د شريكې مرستې په بنياد دي. د وزيراعظم عمران خان دورې سره به د پاكستان او سعودي ترمېنځه مرسته لا وده وكړي.
وزيراعظم عمران خان د سعودي په درې ورځې دوره لاړو
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔