اسلام آباد 23 جون(اے پي پي)د خارجه وياند محمد نفیس زکریا وئيلي دي د كډوالو ځيني كمېپونه امنيتي رسك جوړ ګرځېدلې دې ٬ نړيواله ورورولي او افغان دولت دې د كډوالو په عزت سره ستنېدو لپاره زر تر زره ګامونه پورته كړي ٬ په نيو كلېئر سپلائرز ډله كښې د پاكستان او هند غړيتوب په درخواستونو غېر امتيازې معيار خپلول پكار دې، د ډلې پرې رويه به منطقه اړي ګړي سره مخ كړي٬ پاكستان د اېن اېس جي غړيتوب لپاره بشپړ اهليت او صلاحيت لري٬ افغانستان سره پوله ايزو خبرو اترو لپاره مېكنزم جوړو٬ ازبکستان كښې د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې په موقع د پاكستان او افغانستان مشرانو ترمېنځه ملاقات امكان لرې٬ كله چې هم هند سره خبرې اترې وي د كشمير كشاله به ورسره پورته كولې شي ٬ په مقبوضه كمشير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ معامله په ټولو نړيوالو فورمونو پورته كړې شوې٬ هند سره ټولې كشالې د خبرو اترو د لارې هوارول غواړو۔ د خارجه دفتر وياند محمد نفیس زکریا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو كښې ووئيل پاكستان د اېن اېس جي غړيتوب لپاره بشپړ اهليت او صلاحيت لري ٬ په نيو كلېئر سپلائرز ډله كښې د پاكستان او هند غړيتوب په درخواستونو غېر امتيازه معيار خپلول پكار دې، د طرف دارۍ رويه به منطقه عدم استحكام سره مخ كړي۔ ده ووئيل پاکستان تل په دې خبرې ټېنګار كړې چې نان اېن پي ټي هېوادونو له د اېن اېس جي غړيتوب په معامله د فرق نه غېر او د سپېځلي معيار له مخې پرېكړه پكار ده۔ ده ووئيل پاكستان خپل غړيتوب لپاره د اېن اېس جي غړو هېوادونو ملاتړ له هڅې كوي٬ د پاكستن غړيتوب د اتومي تجارت كوٶنكو هېوادونو په ګټه دے ولې چې دې سره به د وسلو عدم خپرولو مقاصدو ته لا وده ترلاسه شي ۔د هند پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پاكستان كښې د را د تخريبي هلو ځلو پحقله زمونږ تشويش د حقيقت تر مخه دے او د را اېجنټ كلبهوشن ياديو هنيول او د ھغه اعترافي بيانونه پاكستان كښې د هند تحريبي هلو ځلو ښكار ثبوت دے۔ د افغان پوله ايزو چارو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل بارډر مېنجمنټ د ترهه ګرۍ مخنيوي او د ترهه ګرو دراندازۍ مخنيوي هلو ځلو برخه ده ۔ وياند ووئيل د كډوالو ځيني كمېپونه امنيتي رسك ګرځېدلې٬ نړيواله ورورولي او افغان دولت دې د كډوالو په عزت سره ستنېدو لپاره اقدامات ګړندي كړي۔ د څلور كسيزه رابطه ډلې فعاليت پحقله د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل څلور واړه هېوادونه افغانستان كښې امن لپاره هڅې كوي٬ افغانستان كښې امن يوازې د مذاكراتو د لارې ممكن دے ٬ او خبرې اترې د مسئلو د هواري يوازنۍ لاره ده
د كډوالو ځيني كمېپونه امنيتي رسك ګرځېدلې ٬ په نيو كلېئر سپلائرز ډله كښې د پاكستان او هند غړيتوب په درخواستونو غېر امتيازې معيار خپلول پكار دې۔د خارجه دفتر وياند محمد نفیس زکریا خبري بريفنګ
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی