اسلام آباد 06 دسمبر (اے پی پی) ??زی??اعظم شاهد خاقان عباسی د اسلام آباد ا?? پيينډۍ مهمو استوګنو سيمو ترمينځه د چليدونكې میټرو بس ??روس د منصوبه بندۍ، آپرېشن او مینېټیننس لپاره د کیپټل ماس ټرانزټ اتھارټی جوړولو اصولی منظوری وركړې ده۔ دا پريكړه د شورو په ورځ ??زی??اعظم آفس كښې د اسلام آباد میټرو بس پراجیکټ په ??ړه يوه غونډه كښې شوې ده كومه به چې د نوې هوائي ميدان جوړيدو نه پس د پينډۍ اسلام آباد وګړو له د مزل اسانۍ وركړي۔ په ??ونډه كښې د مواصلات وزير محمد جنید انوار چوهدری، د ??زی??اعظم سیکتر، د سی ډی اے چیئرمېن انصر شیخ، د پنجاب ماس ټرانزټ اتھارټی منیجنګ ډائریکټر سبطین فضل حلیم، د نېشنل هائی وے اتھارټی چیئرمېن شاهد اشرف تارړ، د خزانې سیکتر شاهد محمود او نور چارواكي موجود وؤ۔ ??زی??اعظم دې مقصد له د پنجاب ماس ټرانزټ اتھارټی پوهې تر مخه په لږ وخت كښې د قانونی ادارې جوړولو لپاره د ضروری قانون سازۍ سپارښتنه وكړه۔ ??زی??اعظم د این ایچ اے چیئرمین ته د اسلام آباد نوې هوائي ميدان لنك روډ او هوائي ميدان سره پيوستې بنیادی اډانې په ??پل ټاكلې وخت د بشیړولو سپارښتنه وكړه۔
وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اسلام آباد او پينډۍ ترمينځھ د چليدونكې میټرو بس سروس د پلاننګ، آپرېشن او مینېټیننس لپاره د کیپټل ماس ټرانزټ اتھارټی جوړولو منظوری وركړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز