اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټرې شيري رحمان وئېلي دي وفاقي كابينې د ماحولياتي بدلون وزارت د “نېشنل كلين ايئر پالېسي”منظوري وركړې ده ۔د دې پالېسۍ مقصد په پاكستان كښې فضائي آلودګي كمول٬د هوا معيار ښه كول٬د آلودګۍ له امله كېدونكي مرګونه كمول٬د وګړو صحت ښه كول٬معاشي هلې ځلې زياتول او غذائي تحفظ باوري كول دي۔د زيارت په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې دې ووئېل د نېشنل كلين ايئر پالېسۍ په يوه خله په منظورۍ د كابينې د ټولو غړو مننه كوم٬دا پالېسي د وخت ضرورت ؤ كومه چې د ټولو سټيك هولډرز په مشاورت او شراكتدارۍ سره جوړه كړې شوې۔دې ووئيل پاكستان په كال 2021 كښې د فضائي آلودګۍ په اړه د نړۍ درېم آلوده هېواد ؤ ٬ايئر كوالټي انډيكس 23-2022 كښې لاهور او كراچۍ د هېواد تر ټولو زيات آلوده ښارونه دي ۔دې ووئيل فضائي آلودګي د ماحوليات او د صحت سنګينه مسئله جوړه شوې٬ په كال 2019 كښې په پاكستان كښې د فضائي آلودګۍ له امله 2 لكه 35 زره مرګونه شوي۔دې ووئيل د ورلډ بانك له مخې په كال 2013 كښې په پاكستان كښې د فضائي آلودګۍ څخه 47.8 بلين امريكائي ډالره معاشي زيان شوے كوم چې د جي ډي پي 5.88 فيصد دے٬مونږ دې زيان كمولو لپاره د يو جامع پالېسۍ ته ضرورت لرو٬
وفاقي كابينې د “نېشنل كلين ايئر پالېسي”منظوري وركړه۔سېنېټرې شيري رحمان
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار