اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان آذربائيجان سره د ورورولۍ خپلو اريكو ته په درنه سترګه ګوري۔ دا خبره وزيراعظم پاكستان كښې د آذربائيجان سفير علي عليزادہ سره كړې چا چې د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې دوي سره د مخه ښې اغستو ملاقات كولو ۔ سفير په دې موقع وزيراعظم ته د آذربائيجان صدر الهام عليوف لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو٬ سفير د نوګورنو کارآباخ په معامله او په دې وروستيو كښې آزادو كړو سيمو په ملاتړ كولو د پاكستان مننه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په پاکستان كښې خپلې ذمه وارۍ په كاميابۍ سره په بشپړولو د آذربائيجان سفير له مباركي وركړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو په لا پراختيا كښې ئې د سفير د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره د ملاقات ذكر كولو سره ھغه لپاره د نېكو هيلو پېغام وركړو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان آذربائيجان سره د ورورولۍ خپل اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د اعليٰ كچ تبادلو د لارې به دا اړيكې لا مستحكمې شي۔
وزيراعظم عمران خان سره پاکستان كښې د آذربائيجان سفير الوداعي ملاقات
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável