اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټراعظم نذير تارړ او د وزيراعظم د كشمير چارو صلاحكار قمر زمان کائره د قامي اسمبلۍ د تېر ډپټي سپيكر رولنګ په غېر آئيني ګرځولو د سپريم كورټ ستائنه كولو سره وئيلي دي د شك نه غېر د پاكستان په جمهوري تاريخ كښې به دا پرېكړه د روښانه مثال په توګه ياده ساتلې شي، سپريم كورټ په دې پرېكړه كښې وئيلي دي چې د آرټيکل 5 ښكاره خلاف ورزي شوې او د آرټيکل 6 له مخې به حكومت كاروائي كوي، اوس د حكومت ذمه واري ده چې د عدالتي پرېكړې جاج واخلي او په دې معامله به د آرټيکل 6 له مخئ پرېكړه وفاقي كابينه كوي٬ د عمران خان د بهرنۍ لاس وهنې په بيانيه د سپريم كورټ دا پرېكړه آخري مېخ دے، وړاندې د قامي سلامتيا كمېټۍ دوه ځل او اوس سپريم كورټ هم دا سازش بې نقابه كړے، عمران خان تاسو زمونږ مخالفت ضرور كوې خو د پاكستان د سالميت او سلامتيا په ضد مه اودرېږې، عمران خان دې د فتنه او فساد سياست یه پرېښودو د مثبت سياست لاره خپله كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل په سياسي تاريخ كښې د ډپټي سپيکر رولنګ پحقله د سپريم کورټ پرېكړه مهمه ده٬ عمران خان د ډپټي سپيکر رولنګ د لارې اسمبلي تحليل كړې او صدر هم په دې عمل كړے، ده ووئېل سپريم كورټ ازخود نوټس اخستے ٶ او چيف جسټس ته په كور ججانو وئيلې وو چې د دې معاملې ازخود نوټس واخلي ، د پاکستان سياسي قيادت په دې سپريم كورټ ته پېروئنې وړاندې كوي٬ ده ووئېل سپريم كورټ د ټولو سياسي ګوندونو اورېدو نه پس په مختصر پرېكړه د ډپټي سپيکر رولنګ مسترد كولو سره عدم اعتماد بيا د شروع كولو امر كړے ٶ، په تفصيلي پرېكړه كښې د سپريم کورټ جسټس مظهر مندوخېل او يو بل جج اضافي نوټس هم شامل كړے شوي ٬ ده ووئېل د شك نه غېر د پاكستان په جمهوري تاريخ كښې به دا پرېكړه د روښانه مثال په توګه ياده ساتلې شي۔ د وزيراعظم د كشمير چارو صلاحكار قمر الزمان کائره په خپلو خبرو كښې ووئيل سپريم كورټ واضح كړه چې د سازش بيانيه پخپله يو سازش دے، د ډپټي سپيكر، سپيکر او پخواني وزيراعظم چې كوم كردار ٶ ھغه د چا نه پټ نه دے۔ده ووئيل وړاندې د قامي سلامتيا كمېټۍ دوه ځله او اوس سپريم كورټ هم دا سازش بې نقابه كړے ٬عدالت عظمي په دوېم ځل د آرټيکل 6 پحقله خبره كړې ٬ د دې مقصد د غېر آئيني اقدامات لاره نيول دي، ده ووئېل اوس حكومت له په دې جائز اقدامات پكار دي۔ د يو پوښتنې په ځواب قمر زمان کائره ووئيل د قامي ادارو په ضد چې په سوشل ميډيا څه روان دي ٬ ھغه مناسب نه دي٬ پيپلز پارټي دا تاريخ لري چې عمر له ئې د آئين او د آئيني هلو ځلو خبره كړې وه او اوس هم كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په پنجاب كښې يواځې په 20 حلقو ضمنې ټاكنې كېدونكې دي٬ كه حكوت د ټولې صوبې غريبانانو ته تر سل يونټس استعمالولو كښې ريليف وركړو نو په دې كښې غلطه خبره څه ده
د تېر ډپټي سپيكر رولنګ پحقله عدالتي پرېكړه به په جمهوري تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي٬ وفاقي كابينه به د آرټيكل 6 له مخې كاروائي كوي۔ داعظم نذير تارړ او قمر زمان کائره پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم