اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) پاكستان د سارك او مقبوضه جمو و كشمير په تناظر كښې د هند د خارجه وزارت وياند د دروغو دعوې او لانجمن ريماركس په سختې سره رد كړي دي او وئيلي ئې دي چې د سارك په عمل كښې د هند خنډ يو تسليم شوے حقيقت دے، پاكستان به د هند د سازشونو په بشپړه توګه مخالفت كوي او سيمه ايز امن او سلامتيا خطر سره مخ كوونكې د امن په ضد اېجنډا به بې نقابه كوي. د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد د جمعې په ورځ د مېډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل چې د خپل تعصب رويو او د چارټر دفعاتو خلاف ورزي كوونكې هند په كال 2016م كښې په پاكستان كښې د كېدونكي د سارك د مشرانو 19م كانفرنس د مخ نيوي ذمه وار دے. وياند ووئيل چې د هند جانبدارانه رويه سيمه ايزې مرستې لپاره يو د قدر وړ پلېټ فارم په تندې سره غېر فعاله كوي. وياند ووئيل چې پاكستان هيله لري هند به د خپلې خود غرضې په طرز عمل نظرثاني وكړي او د سوئيلي اسيا د خلقو پرمختګ او خوشحالې لپاره به د سارك عمل د وړاندې تګ جوګه كړي. ده ووئيل چې كه په دې لار كښې ودرول شوي مصنوعي خنډونه لړې كړې شي نو پاكستان راتلونكې كالل د سارك د مشرانو د غونډې كوربتوب كولو ته تيار دے. وياند ووئيل چې د هندي چارواكو لخوا كوم هم مبهم او غلط بيان په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هند رياستي ترهګري نه شي پټولې. وياند ووئيل چې هند ته به د كشميريانو د منصفانه، جائز او ځائي هڅو حقيقت منل وي. هند دې د كشميري اولس د خواهشاتو احترام كولو سره دوي ته د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې د دوي نه ختمېدونكې د خپلواكۍ حق وركړي
د سارك او مقبوضه جمو و كشمير په تناظر كښې د هند د خارجه وزارت وياند د دروغو دعوې او لانجمن ريماركس رد ، پاكستان به د هند د سازشونو په بشپړه توګه مخالفت كوي. د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa