اسلام آباد 17مارچ (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حكومت د اپوزيشن لارښودو سره په نيشنل ايشوز، ګډ ګورننس او انتخابي اصلاحات خبرو اترو له بلنه وركړي، د وزيراعظم عمران خان اپوزيشن له د خبرو اترو بلنې وركولو دا مطلب نه دے چې د نيب د بدعنوانۍ په ضد قوانين يا د اپوزيشن په احتساب به سمجھوته وكړې شي۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاكستان ډيموكريټك موومنټ (پي ډي ايم) په هر ځاے ماتې خوړلې ، د پي ډي ايم سياست اختتام ته رسيدلے، مرېم نواز غير سنجيدہ سياست كوي۔ده ووئيل د اپوزيشن لارښودو چې د حكومت ختمولو كوم كمپائن پيل كړے ؤ هغه په بشپړه ډول ناكامه شوے، پيپلز پارټي او مسلم ليګ (ن) د هېواد د موجودہ معاشي بحران ذمه وار دي
مضمون کا ماخذ : پاور بال