اسلام آباد 20فروری (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د كينا سره د پاكستان تاريخي اړيكو لا قوي كولو له خپله خوښي څرګنده كړې ۔د ګل په ورځ وزيراعظم شهباز شريف د كينيا صدر ډاكټر وليم روټو سره ټېليفوني تماس نيولے ۔دواړو لارښودو په دوه اړخيزه مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔افريقې سره خپلو اړيكو ته د اهميت وركولو سره وزيراعظم د مرستې په ټولو څانګو كښې د كينيا سره خپلې تاريخي اړيكې لا قوي كولو لپاره د پاكستان د بشپړه خواهش څرګندونه كړې ۔په خبرو كښې وزيراعظم په كينيا كښې د وژلي شوي نوموړي پاكستاني خبريال ارشد شريف معامله هم پورته كړه۔دغسې وزيراعظم پاكستانو تحقيقاتي ډلو ته تراوسه په وركړې مرسته د صدر مننه وكړه۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د ارواښاد ارشد شريف كيس ته ډېر اهميت وركوي۔وزيراعظم د كينيا لخوا د پلټنو په مهال د نورې مرستې هم خواست وكړو او د كينيا صدر وزيراعظم ته په دې اړه د بشپړه ملاتړ او مرستې باور وركړو
د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كينا صدر سره ټېليفوني تماس
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر